|
د کمپيوټر او ټکنالوجۍ مجله |
|
|
|
|
Administrator
|
|
|
|
لکه څنګه چې جوته ده د کمپيوټر او ټکنالوجۍ په اړه ټول معلومات په انګريزۍ او د نړې په نورو نړيوالو ژبو دي ، خو له بده مرغه په پښتو کې په دې اړه ډير لږ معلومات موجود دي چې د نشت سره برابر دی. انګريزی زموږ مورنې ژبه نه ده او يوه بهرنۍ ژبه ده چې د هيواد ډير وګړی پرې نه پوهيږي خو کمپيوټر زموږ اړتيا ده. تر هغې چې زموږ په خپله ژبه (پښتو) د کمپيوټر او ټکنالوجۍ په اړه معلومات موجود نه وی په ټولنه کې به د کمپيوټر او ټکنالوجۍ په برخه کې دومره بدلون ونه ليدل شي. موږ هوډ کړی تر څوپه خپله ژبه (پښتو) دکمپيوټر او ټکنالوژۍ په اړه نوي، په زړه پورې معلومات او لارښوونې چې تاسو ورته ډېره اړتيا لرئ او موږ ته ارزښتمند ښکاري وړاندې کړو. په دې کار سر ه به هم له نورې نړۍ سره سيال شو او هم به هر هغه څه تر لاسه کړو چې په ورځني ژوندکې ورته ډيره اړتيا ليدل کيږي.د ساري په توګه که زموږ په هيواد کې د ښوونې او روزنې چارې کمپيوتري شي نو د کتابونو د چاپ له پلوه به نورو ملکونوته زموږ لاسونه ونه غځيږي، موږ به پخپلو کمپيو ترونو کې د ټولو درسي کتابونو اصل ولرو کله چې اړتيا پيښيږي هغه د کتاب په شکل چاپولاى شو. که چيرې له کمپيوتر څخه په ټولو اداري چارو کې کار واخيستل شي نو دا ويلاى شو چې په ډيره لنډه موده کې به مو د اداري فسا د مخه نيولې وي،ځکه کمپيو تر ټول اسناد په خپله حافظه کې ساتي او هيڅوک نشي کولاى پخپل سر په هغوى کې لاسوهنې وکړي.په همدې اسا س موږ لازمه وينو چې د دې اړتياوو د لرې کولو له پاره خپلو هغو دوستانو ته چې د کمپيو تر سره علاقه لري څه نا څه نوي او تازه معلومات چې له بيلابيلو لارو زموږ تر ګوتو کيږي وړاندې کړو . هيله ده زموږ دوستان زموږ سره په دې برخه کې خپله هيڅ راز مرسته ونه سپموي او هم پخپلو رغندو غوښتنو او وړانديزونو سره زموږ مجله لا درنه کړي. په درنښت .
|
|
د وروستی بدلون نیټه ( ۰۵ وری ۱۳۸۷ وخت ۱۱:۲۵ )
|